په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن دوشنبه د مرغومی په ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، مؤظف هيئت چې د یاد ولایت خرم او سارباغ ولسوالۍ ته د څه باندې شل ٢٠ جریبه ځمکې د بررسي په موخه سفر کړی و، د خپل د سفر راپور وړاندې کړل.
دا هیئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې د دوسیې په اړه دې څېړنې او بررسۍ بشپړې شي او د پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
د ایرنا په وینا، په تېرو درېيو کلونو کې شاوخوا شل ميليونه جريبه دولتي ځمکه غصب شوې، چې له دې ډلې دوه ميليونه يې بېرته استرداد شوې دي.
د پیغام پای/
Your Comment